په کابل کې انتحاري حملې ٣ کسان وژلي او ۲۱ ټپیان کړي
Your browser doesn’t support HTML5
د کابل امنیتي مسولین وایي چې په نننۍ انتحاري حمله کې درې کسان وژل شوي او د بهرنیو په ګډون یوویشت نور ټپیان شوي دي.
حمله سهار نهه بجې د حامد کرزي نړېوال هوایي ډګر ته څېرمه د هوا پیژندنې پرسړک د اروپایي پولیسو د موټرو پر کاروان شوې ده.
د اروپايي اتحادیې پولیسو ویلي چې د دوی دوه موټرې د پېښې په ځای کې وو.
عیني شاهدان وايي چې چاودنه ډير درنه وه او سخت تلفات یې اړولي.
ویډیو اخیستونکی: تمیم اخګر
اېډیټ: حمید مهمند