د بغلان په پلخمري کې سیلابونه راوتلي دي

د بغلان مرکز پلخمري ښار کې نن سهار سیلاونه راوتلي دي.

د بغلان ولایت له طبعیي پيښو سره د مبارزې ریاست مشر محمد نصیر کوهزاده ازادي راډیو ته وویل چې یاد سیلاونه په پلخمري ښار کې راوتلي؛ خو وايي، مالي او ځاني زیان یې نه دی اړولی.

خو د بغلان ښار څو تنو اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل چې د یادو سیلاونو له امله د دوی ۳۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکي درنو سیلاونو په دغه ولایت کې ګڼ شمېر خلک مړه او ټپیان کړي وو.