د حامد کرزي نړېوال هوایي ډګر ته نږدې انتحاري حملې مرګ ژوبله اړولې

د حامد کرزي نړېوال هوایي ډګر ته نږدې د هواشناسي په سړک انتحاري حمله شوې ده.

حمله نن سهار نهه بجې د ملي اردو د ضربتي لوا پر موټر شوې ده.

تراوسه امنیتي چاراکو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو عیني شاهدان وایي چې په حمله کې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تراوسه چا د دې حملې مسولیت نه دی اخیستی.

په تېرو دوو اونیو کې دا پنځمه حمله ده چې په کابل کې کیږي.

د تېرې پنجشنبې په شپه د کلوله پوشتې په سیمه کې د بهرنیو پر یوه میلمستون حمله وشوه او له هغې وړاندې درې ځله لویې څارنوالۍ ته نږدې چاودنې او انتحاري حملې شوي دي.