د ترکمنستان حکومت دولس سوه بندیانو ته بخښنه کړې ده

د ترکمنستان دولتي مطبوعاتو پرون (شنبه) وویل چې د دې هېواد حکومت؛ دولس سوه بندیانو ته یې عفوه کړې ده.

د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف په حواله ویل شوي چې هغو بندیانو ته چې پر خپلو اعمالو یې ریښتیني پښيماني څرګنده کړې وه؛ بخښنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په ترکمنستان کې به سبا د اساسي قانون ملي ورځ ولمانځل شي.

ولسمشر بردي محمدوف تېره اونۍ اتریش ته تللی و.

ویل کیږي چې په دې سفر کې یې د اتریش د ولسمشر سره؛ په ترکمنستان کې د بشري حقونو په اړه خبرې کړې دي.