سپینه ماڼۍ وایي چې د امریکا کومانډو ځواکو پرون (شنبه) په سوریه کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یو مهم مشر؛ ابو سیاف وژلی دی.
د سپينې ماڼۍ خبرپانه وايي چې د ابو سیاف د وژلو لپاره عملیات د ولسمشر اوباما په امر ترسره شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس په حواله؛ دا لومړی وار دی چې د امریکا کومانډو ځواکو د سوریې په خاوره کې عملیات کړي دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند ویلي چې دا عملیات د عراق له خاورې او د عراقي چارواکو په اجازه شوي؛ خو د سوریې حکومت ته یې خبر نه و ورکړی.