په کندهار کې ۱۹۱ تنه په روغتيايي برخه کې وروزل شول

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې یو سلو یو نوي تنه له نرسنګ، قابله ګۍ، لابراتوار او فارمسي څانګو څخه فارغ شوي دي چې په دې ډله کې ۶۶ تنه یې نجونې دي. د کندهار د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکټر همایون رحماني وايي چې دغه کسان به بېلابېلو ولسوالیو ته واستول شي څو د خلکو د خدمت جوګه شي.