د چهارشنبې په ماښام په کابل کې پر پارک پالاس مېلمستون په وسلوال بريد کې ١٤ کسان ووژل شول.
ويل کېږي په پام کې وه هلته د افغان ولسمشر ځانګړى استازى او د افغانستان لپاره د هند سفير هم برخه واخلي. په همدې ورځ په پاکستان کې پر اسماعيليه شيعه ګانو په حمله کې ٤٥ کسان ووژل شول.
ايا دا د پاکستان او هند ترمنځ د افغانستان په خاوره کې نيابتي جګړه ده؟
په دې اړه ملالۍ بشير د جګړې او سولې د انستيتيوت له څېړونکي حکمت الله عظيمي سره مرکه کړې ده.
د مرکې په پيل کې يې ورڅخه پوښتنه کړې، چې پر مهمو اهدافو دغسې حملې څه معنى لري؟
Your browser doesn’t support HTML5
له حکمت الله عظيمي سره مرکه