د تاجکستان د بهرنیوچارو وزیر وايې، هېواد یې د افغانستان په شمال کې چې له دې هېواد سره ګډه پوله لري، د طالبانو له حملو څخه خورا زیاته اندېښنه لري.
سراج الدین اسلوف پرون په نوې ډېلي کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د بې ثباتۍ جوړول د خواشینۍ خبره ده او طبعا دا حالت د تاجکستان د سختې اندېښنې علت دی.
اسلوف زیاته کړه، چې تاجکستان به د خپلو سرحداتو د دفاع لپاره له ټولوامکاناتوڅخه کار واخلي او ټینګاریې وکړچې تاجکستان له هرګواښ سره د مقابلې توان لري او پرې به نه ږدي چې طالبان یا نورې تروریستي ډلې دې هېواد ته ننوزي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان پوځ د پنځلسوکالو مخکې پوځ سره د مقایسې وړنه دی او زیاته یې کړه دی ډاډه دی چې افغان چارواکي به پرملکي وګړو د حملو د مخنیوي لپاره هرلازم اقدام ترسره کړي.