کلیوال او ښاري ځوانان ولې یو بل ته په منفي سترګه ګوري؟

ولې کلیوال ځوانان د ښاري او ښاري د کلیوالو ځوانانو په اړه منفي فکر لري!؟

د دغو دواړو ډلو ځوانانو ترمنځ دا منفي فکر ولې ایجاد شوی او څنګه له منځه تلی شي؟ په دې تاندې څانګې کې دا موضوع څېړل شوې.

که څه هم جنګ جګړو، ناامنیو او وروستیو سیاسي او ټولنيزو بدلونونو ښارونه او کلي سره نږدې کړي، ځکه نه اوس کلي هغه کلي پاتې دي او نه ښارونه هغه ښارونه، د دې لپاره چې د کلیو په پرتله په ښارونو کې د ژوند او پرمختګ اسانتیاوې ډ‌ېرې وي، کلیوال هم ښارونو کې میشته شوي. د یوه بل دود دستور یې اخیستی او جامه یې سره ګډه شوې ده.

خو د کلي او د ښار ځوانان په فکري لحاظ لا هم ولې له یوه بله ځان ښه ګڼي، د کابل پوهنتون محصل ګل پاچا سادات خپل کلیوال ځوانان حیاناک او شریف بولي خو ارزو یې په مقابل کې وايي چې دا د کلیوالو ځوانانو بې زړه توب او پر ځان بې باوري ده.

څو نور پېغلې او زلمي مو هم پوښتلي، د کابل پوهنتون محصله نګينه وايي چې زموږ کلیوال خلک د نجونو د تعلیم خلاف دي او پوهنتون ته تلوونکې نجونې بداخلاقه بولي. ارزو بیا وايي چې تر کلیوالو ځوانانو ښاري ځوانان ځکه بهتره دي چې دنیا يې لیدلې او ډير څه سره اشنا دي.

یو ځوان عظمت کټوازی خپله خاطره راته وايي چې په یوه رستورانت کې يې د حیا او د احترام په خاطر تر مشرانو وړاندې په ډوډۍ خوړلو پېل ونه کړ ځکه ورسره ناستو ځينو ښاري ځوانانو پرې د لیوني او ساده ګمان وکړ. خو یوه بله محصله حسینه عارف وايي چې ښد بد په ټولو کې شته او دا موضوع په ښار او کلي پورې نه بلکې پخپله د یوه انسان په شخصيت پورې تړلې ده.

دا موضوع مو د تاندې څانګې پر فېسبوک پاڼه هم له ملګرو سره شریکه کړې، د دوی په نظرونو کې سېدولي ځاځي، اظهار الحق ساپي، اجمل ارین، سبحان الله مصباح او د لغمان د حکیم اباد اوسېدونکي عرفان عصمت کلیوال ځوانان صادقه، د مشرانو پر خبره او پخپله ژمنه ولاړ بللي او ښاري ځوانان یې ښويکي، د فلمونو پېښې کوونکي او نازدانه بللي، د دوی خبرو ته په کتو مو د یوه ښاري او کلیوال ځوان تر منځ دغه مکالمه درته برابره کړې ده:
ښاري:سلام
کلیوال:وعلیکم سلام وروره، په خېر راغلې
ښاري:مننه، لکه چې نوی ښار ته راغلی یې؟
کلیوال:هو، څنګه پوه شوې؟
ښاري:اطرافي سړی پېژندل کیږي، کالي دې ګوره، ویښتان دې ګوره...
کلیوال:بازاري هم پېژندل کیږي، په ویښتانو پورې دې سریښ موښلي او پتلون دې څېرې څېرې...
ښاري:دا جېل دی که سريښ؟ تاسې کلیوال ریښتیا هم ډېر وروسته پاتې يئ، بې سلېقې...
کلیوال:موږ همداسې بې سلېقې ښه یو، دې تاسې غوندې ښويکي مو دې خدای نه کړي...
ښاري:پاکي د ایمان جز دی خانه!... خلک اسمان ته وختل او تاسې لا هم په پوله پټي او اوبو جنګونه سره کوئ... شرم دی
کلیوال:د څه شي شرم؟... موږ د پلار نیکه غیرت پالو، د تاسې غوندې ډارن او بې زړه نه یو چې په یوه څپېړه ژاړو او کور ته تښتو
ښاري:خدای مو سم کړه، عجب خلک او عجبه مو خبرې... تاسې ته خو دا هم غېرت ښکاري چې مشر ووايي له بامه ځانه وغورځوه، غورځوئ یې... منطقي فکر نه کوئ.
کلیوال:موږ د مشرانو احترام کوو وروره! هغه خو تاسې یئ چې مشر کشر نه پېژنئ، موږ ته که ووايي ځان مړ کړه هم، مړ کوو یې
ښاري:دا دی ستاسې عقل... دې ته نه ګورئ چې هغه په سمه دی او که په غلطه، دغرونو خلک یئ نو...
کلیوال:ښه یو چې د غرونو خلک یو، تاسې په ښار کې څه زده کړل؟ تلويزون کې چې څه وګورئ، په سبا یې ځان هماغسې ښويکی کړئ، خپله جامه او رواج مو هېر کړی.
ښاري:موږ له نړۍ سره سیالي کوو خانه!... ستاسې غوندې ببرسري خو نشو ګرځېدلی، تاسې بېچاره ګان خو د موبایل او د ږیري ماشین تر منځ فرق لا نشئ کولی.
کلیوال:ځان غلطوئ، ځان... په چل او دوکو مو دنیا وخوړه، مداریانو...
ښاري:یاره! تاسې کلیوال ډېر زر تېروځئ کنه، ډېر ساده يئ.
کلیوال:موږ ساده نه یو، صادق یو، صادق... چل ول مو ندی زده او خبره مو خبره ده...
ښاري:ځکه خو ښه ورځ نه وینئ او د خلکو د خندا یئ...
کلیوال:ځه ځه، لار دې وهه...)

په مکالمه کې د مشرانو د هرې خبرې منلو کیسه وشوه، د پکتیا اوسېدونکی او د کابل پوهنتون محصله غرڅنۍ ساهو هم په دې نظر ده چې کلیوال ځوانان په پټو سترګو د خپلې سیمې هر دود دستور ته تسلیم کسان دي او پر وړاندې یې غبرګون ښکاره کول شرم ګڼي.

ښاغلی سادات بیا د فرخندې د قتل پېښې ته په اشارې سره وايي چې تر ښاره د انسانیت او شرافت محدودول او د یو چا په ظاهري لباس پورې د اخلاقو تړل ناسم فکر دی.

ښه نو، نور به له تور او سپينه راتېر شو، د ښار او د کلیو ځوانانو ترمنځ د یوه بل پر ضد دغه منفي فکر ولې شته؟ د تاندې څانګې د دې موضوع په اړه پر فیسبوک د ځوانانو رالېږل شوي نظرونه داسې دي:

(لقمان ساپی لیکي چې ارزښتونه او رواجونه فرق کوي. په ښار کې د کلي جامه او دستور ښه نه ښکاري او په کلي کې د ښار.

د عبدالخالق رنځور، موسی واکمن، نصرت الله ارین، خان ولي محمدي ځاځي او د اظهار ساپي خبرې سره ورته دي، دوی لیکي چې کلیوال د ښاریانو غوندې له تعلیم، ټکنالوژۍ او نورو اسانتیاو لرې دي، کنه نو تر منځ یې هيڅ توپير نشته.

زین الله شهیدزوی لیکي چې په کلیو کې د ښاري خلکو پر ضد ناسم تبلیغ، چې دوی له کلتور او حتی دین نه لرې شوي، ځينې کلیوال بدګمانه کړي دي او ښار میشتي بیا کلیوال ناپوهه او غېرمتمدنه بولي.

د غزني د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالحنان ارمل لیکي چې زیاتره کورنۍ خپل ځوانان د یوه بل په اړه بدبینه کوي او د یوه بل له رسم رواج او ژوند نه یې سم نه خبروي.

نورالله سلطانزوی خپله خاطره راته لیکلې، وايي د یوه ملګري په کور کې له یوه ښاري میلمه سره مخ شوم، دوی دواړه د ریاضیاتو د یوه کتاب په یوه مثال کې بند راغلل، ما ویل زه به یې حل کړم، دوی ویل ته اطرافي په څه پوهېږې، وروسته چې یې د کتاب پر پښتۍ زما عکس وکوت، حېران شول چې هغه کتاب همدا ما کلیوال او اطرافي لیکلی و.

سېدرحمان نیازی، لاروی بابا او اسماعیل عمرخیل لیکي چې د دولت لخوا ښارونو ته زیاتې او کلیو ته کمې پاملرنې ښاریان پخپلو امکاناتو مغروره کړي او کلیوال یې عقدیي کړي دي. د همدغه نامتوازن انکشاف له کبله دا مشکل رامنځ ته شوی دی)

د کابل پوهنتون محصل عظمت کټوازی وايي چې ستونزه په ښاریانو یا کلیوالو کې نه بلکې د دوی تر منځ په شته غلط فهمۍ کې ده. د کابل پوهنتون محصله لعل پوره امیرزۍ هم د کلیوالو او ښاري ځوانانو تر منځ د فکري تضاد دا مشکل د خلکو په فکري کچې پورې تړلی بولي.

افغان لیکوال دادمحمد ناوک بیا وايي چې د کلیو او ښارونو تر منځ فاصلې او د ارزښتونو توپیر دوی د یوه بل په اړه بدګمانه کړي دي. د کابل پوهنتون ځوان استاد محمود مرهون وايي چې غېرطبیعي پرمختګونو او بدلونونو د کلیو او ښارونو تر منځ توازن له منځه یووړ چې ورته مختلفې ستونزې یې راپېدا کړې.

د افغان لیکوال او د ټولنيزو مسايلو کارشناس ډاکټرمحب الله زغم په وینا که څه هم زموږ د ځوانانو ظاهر متمدنه شوی خو قبېلوي طرز فکر، د بل نه زغملو او د حقارت احساس دوی په باطني ډول له تمدنه لرې پرېښي.

ما ویل څنګه کېدلی شي چې زموږ ځوانان هم د انسانانو ښه توب یوازې تر خاصو سیمو محدود نه کړي او تل ځان اصیل او بل کم اصل ونه ګڼي، نو د ښاغلي زغم ځواب و چې تر خدای پرته هيڅوک مطلق ښه او بد ندي، په هر چا کې ښه او بد شته، نو که بد خپل وي او که د بل باید بد ورته ووایو او د ښو يې ستاینه وکړو او مهمه دا چې موږ باید د بل زغمل زده کړو.

انسان له فطرته ښه پېدا دی، دا انسان دی چې خپل ځان او یا بل انسان په ډلو، ټپلو، ښو او بدو سره ویشي.
تاندې څانګې پر فېسبوک پېډا کړئ او د خپرونې په اړه نظر راته پرېږدئ، پته ده: http://facebook.com/tandysangy
او یا مستقیماً د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته خپل پېغامونه راولېږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې


http://ShafaqN@rferl.org