ناټو اواوکراین: روسیه دې د اوکراین د دوامداره بې ثباتۍ له هڅو لاس واخلي

ناټو او اوکراین له روسیې غوښتي دي چې، د دوی په وینا د اوکراین په ختیځ کې د دوامداره بې ثباتۍ له هڅو لاس واخلي.

د ناټود بهرنیو چارو وزیرانو د (چهارشنبه) په ورځ د ترکیې په انتالیا کې یو بیان خپورکړ او په هغه کې یې په کریمیا کې د روسیې پوځي پراختیا وغندله.

کریمیا تیرکال مارچ روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

د ناټوعمومي منشي ینس ستولتنبرګ تیره ورځ په خبرې غونډه کې روسیه مخاطب کړه او ویې ویل:

((موږله روسیې غواړو چې د اوکراین په ختیځ کې قصدي بې ثباتۍ ته شا کړي، د بیلتون غوښتونکو له ملاتړه دې لاس اخلي، خپل ټول ځواکونه او پوځي وسایط دې له اوکراین او د دغه هېواد د پولو له اوږدو وباسي او د سیاسي حل لارې بشپړ حمایت دې وکړي.))

تمه ده چې د ناټود بهرنیوچارو د وزیرانو په غونډه کې به نن هم د اوکراین پربحران خبرې وشي.