د هلمند د ولایت پرمقام حمله له شااوخوا پنځوساعتونو نښتې وروسته د حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسیده.
د هلمند ولایت د امنیت امرپاچاګل بختیار ازادي راډیوته وویل چې په غه حمله کې درې پولیس او درې ملکي وګړي وژل شوي او شپږنورکسان چې پولیس هم په کې شامل دي ټپیان شوي دي.
پرهمدې مهال د دې ولایت د امرجنسي روغتون نوکریوال ډاکټر وايي چې؛ دوی ته د پيښې له ځایه اووه جسدونه ور وړل شوي چې درې یې پولیس دي.