د انصاف په لټه کې دا خپرونه د کابل یوه اوسیدونکي ته ځانګړې شوې چې د کابل ولایت د حقوقو له ریاست سره ستونزه لري.
امام حسین د کابل ښار دوکاندار دی، امام حسین وايي چې د کابل ولایت د حقوقو ریاست يې په غیاب کې د ده دوکان تخلیه او بل چاته په کراه ورکړی دی.
موږ د امام حسین ستونزه د عدلیي وزارت له مرستیال سید یوسف حلیم سره طرحه کړه.
په داسې حال کې چې ښاغلي حلیم د کابل ولایت د حقوقو د ریاست د دوهمې حوزې مسلکي غړي عنایت الله اشرفي هم حاضر کړی وو، د امام حسین د دعوا دوسیه يې وڅیړله.
دغه خپرونه حمیده هارون عثمان وړاندې کوي:
Your browser doesn’t support HTML5