کري: اوس د اوکرایین په ختیځ کې د اوربند د مراعاتولو حساس وخت رارسیدلی

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرمسکو ته خبرداری ورکړی چې اوس د اوکرایین په ختیځ کې د اوربند د مراعاتولوحساس وخت رارسیدلی.

جان کري د روسیي له ولسمشرولادیمیرپوتین سره تراوږده بحث وروسته دا خبره کړې ده.

کري د ترکیې په اناتولي ښار کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران په غونډه کې وویل چې؛ اوس هغه جدي وخت را رسیدلی چې روسیه او بیلتون غوښتونکي د منسک تړون عملي کړي.

جان کري د ناټود بهرنیوچاروله وزیرانو سره ترخبرو وروسته خبریالانوته وویل:

((زه فکر کووم د ناټو د ټولو غړو ترمنځ یوه قوي موافقه شته او هغه دا چې اوس د روسیې او بیلتون غوښتونکو لپاره د منسک تړون د عملي کیدو په برخه کې د جدي اقدام وخت را رسیدلی دی او دا مهمه ده د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان باید وکولای شي چې د شخړو سیمې ته ورشي. دا مهمه ده چې په دغو سیمو کې شخړې پای ته ورسیږي.))

د اوکرایین په ختیځ کې د اوربند دغه تړون د روان میلادي کال په لومړیوکې د بیلاروس په پلازمینه منسک کې لاسلیک شو.

په ترکیې کې د ناټود بهرنیو چارو وزیرانو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د افغانستان پر روانو حالاتو، په اوکرایین کې د بحران او د سوریې اوعراق په ګډون د منځني ختیځ پر بې ثباتیو بحث وشي.

د ناټوسرمنشي ین ستولتنبرګ ویلي چې روسیه باید د اوکرایین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړبند کړي او له دغې سیمې خپل ټول ځواکونه وباسي.