د امریکا د یوې سروې له مخې د افغانستان ۱۳ سلنه نفوس نشه يي مواد کاروي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې نړیوال ریاست په یوه نوې سروې کې ویلي چې د افغانستان ۱۳ فیصده نفوس مخدره مواد کاروي.

د دې ریاست مسوولینو نن په کابل کې د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل چې دا مهال په افغانستان کې ۳ میلیونه کسان په مخدره مودو روږدې دي.

په عین حال کې د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د مخدره موادو د له منځه وړلو لپاره باید له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.