د کندهار د معروف او ارغستان ولسوالۍ ترمنځ دوام سیمه کې د ماین په چاودنه کې پنځه تنه ملکیان وژل شوي دي.
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د ملکیانو د سپرلۍ پر یوه موټر وشوه.
د ارغستان ولسوال عبدالغني مسلمیار ازادي راډيو ته وویل چې د دې چاودنې له امله یو ښځه او دوه ماشومان ټپیان شوي هم دي.
بل لورته د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې د لغمان په قرغه یي ولسوالۍ کې یې ۴۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد نیولي دي.