افغان ولسمشر اشرف غني هیله څرګنده کړه چې حکومت به یې په هېواد کې د روانو ناامنیو په کابو کولو بریالی شي.
نوموړي چې په زابل کې د نولس برمته شویو کسانو د خوشې کېدو په اړه یې پرون په کابل کې خبریالانو ته خبري کولې؛ سربېره پر دې چې روان کال یې یو ستونزمن کال وباله؛ خو ډاډ یې څرګند کړ چې پر شتو ستونزو به لاس بري شي.
ولسمشر غني په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو یو شمېر بریاوې یادې کړې؛ په ځانګړي توګه په ناوې ولسوالۍ کې یې د افغان امنیتي ځواکونو وروستي عملیات بې سارې وبلل:
"د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا یوه برخه پلان شوي عملیات بې ساري وو. د ناوې ولسوالۍ ته چې دیارلس کاله د حکومت تر کنټرول لاندې نه وه؛ د دې ځواکونو ننوتل یو لوی ګام دی.“
د هېواد د امنیتي چارو د انسجام او تنظیم په برخه کې افغان ولسمشر د توحید په نوم د مرکز یادونه وکړه چې د ده په وینا؛ د افغانستان د ټولو ولایتونو د امیني له قومندانیو او قل اردو ګانو سره د ټیکنالوژۍ په مټ تړلی دی.
ولسمشر غني د افغانستان د ورستي امنیتي وضیعت د ښه کېدو په اړه په داسې حال کې ډاډ ورکوي چې په ورستیو اونیو کې د هوا په تودېدو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د حکومت د مخالفو وسله والو بریدونو زور اخیستی.