د دوشنبې په ورځ په یمن کې حوثي یاغیانو ادعا وکړه چې د سعودي په مشرۍ د پوځي ایتلاف یوه جنګي الوتکه یې نسکوره کړې ده. دوی دا ادعا لږ وروسته له هغې وکړه چې مراکش وویل؛ یوه جنګي جیټ الوتکه یې د دې پوځي ماموریت پر مهال ورکه شوې ده.
د المسیره په نوم د حوثي یاغیانو یو ټلویزوني چینل ویلي چې د قبایلو هوايي دفاع په سعده کې د ”وادي نصهور“Wadi Nushur سیمه کې یوه جنګي الوتکه راغورځولې.
دغې ټلویزوني شبکې هغه تصویرونه هم ښودلي چې په کې حوثي قبایل د یوې نسکورې شوې الوتکې د ماتو ګوډو شا او خوا خوشالۍ کوي.
د حوثي وسله والو اړوند دې ټلویزوني چینل ویلي چې دا ایف شپاړس جیټ الوتکه وه. په تصویرونو کې په ماتو ګوډو کې پروت د مراکش بیرغ لیدل کیږ ي.
مراکشي چارواکو ویلي، د یکشنبې په ورځ یې له دې الوتکې او پیلوټ سره اړیکې پرې شوې.
د مارچ له شپږ ویشتمې نیټې راهیسې په یمن کې د سعودي په مشرۍ د پوځي ایتلاف له خوا د روانو بمباریو په ترڅ کې دا لومړنۍ ایتلافي الوتکه ده چې په یمن کې یې د نادرکه کیدو راپور ورکول کیږي.
مراکش دې ایتلاف ته خپلې شپږ ایف شپاړس جنګي الوتکې استولې دي.