د بغلان په دوشي او نهرین ولسوالیو کې سیلابونو شااوخوا درې سوه کورونه ویجاړ کړي او څه باندې زر څاروي یې وړي دي.
د نهرین ولسوال عبدالفتاح عاطف ازادي راډیو ته وویل چې دا سیلابونه تېره شپه راوتلي چې له امله یې د دې ولسوالۍ ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي؛ خو د سر زیان یې نه دی اړولی.
هغه وویل چې درنو سیلابونو دوه ښوونځي هم ویجاړ کړي دي.
پر همدې مهال د دوشي ولسوال شمس الدین سرحدي هم ازادي را ډیو ته وویل چې په دغه کې ولسوالۍ سیلابونو ۶۰ کورنه ویجاړ کړي دي.
دغه چارواکي وايي، که د سیلاب ځپلو کورنیو سره مرستي ونه شي؛ د مرګ له ګواښ سره به مخامخ شي.