عراقي چارواکي وايي چې پرون د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې په څو حملو کې لږترلږه اولس کسان وژل شوي دي.
د پولیسو او روغتونونو مسوولان وايي چې تر ټولو خونړۍ حمله په تارمییه ښار کې د یوې پوځي پوستې مخې ته موټربم چاودنه وه چې پنځه کسان یې ووژل او لس نور یې ټپیان کړل.
د تاجي ښار په یوه بازار کې چې ډېره ګڼه ګوڼه په کې وه؛ هم یوه موټربم چاودنه وشوه چې درې ملکي کسان یې ووژل او اته تنه نور یې ټپیان کړل.
تارمییه او تاجي د بغداد په پنځوس او دېرش کیلومترۍ کې پراته ښارونه دي. همداراز چارواکي وايي، درې نور کسان په بغداد کې په دوو نورو حملو کې ووژل شول.