د کابل په ۶مه حوزه کې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو په موټر چاودنه شوې

شیبه مخکې د کابل د شپږمې حوزې په سناتوریم سیمه کې چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې سیمې ته د پلټنې ټیم استول شوی او تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات په لاس کې نه لري.

راپورونه وايي چې دا چاودنه د لویې څارنوالۍ د کارکوونکي پر موټر شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د کابل په دارالامان سیمه کې یوه انتحاري حمله وشوه چې په نتیجه کې یې دوه تنه مړه او ۱۵ ټپیان شول.

طالب وسله والو د پېښې مسوولیت منلی دی.