د سويس پولیس وايي، د دې هېواد په شمال کې د ډزو په پايله کې ګڼ شمېرخلک وژل شوي دي.
پوليسو د قربانيانو د دقيقې شمېرې په اړه معلومات نه دي ورکړي خو وايي، ټول هغه کسان چې وژل شوي، لويان وو او د نښتې هدف نه دی معلوم شوی.
ګاونډيانوله هغه وروسته چې د ډزو اوازونه يې واورېدل، پوليس خبرکړل. پوليسوهمدا راز د يوې ودانۍ دننه او دباندې ګڼ شمېر مړي وموندل.
پوليسو په يوه اعلاميه کې ويلي چې د بيړنیوخدماتو کار کوونکو ونه کولای شو چې د دې مړينو په اړه معلومات ورکړي.
د قربانيانو د پېژندنې کاراوس هم روان دی.