د کاراو پراختیا حزب مسولین وايي، چې افغان حکومت تر دا مهاله د متحده عربي اماراتو څخه د یو شمېر افغان سوداګرو د ایستلو په برخه کې عملي اقدام نه دی کړی.
د دې حزب مشر ذولفقارامید نن په کابل کې له رسنیو سره په خبرو کې له متحده عربي اماراتو څخه د یو شمېرافغان سوداګرو د ایستلو موضوع یوه دسیسه وبلله او زیاته یې کړه چې باید دغه دسیسه روښانه شي:
((نو په دې خاطر باید ښاغلی غني او عبدالله لاس پکار شي، کله چې په نورو هېوادونو کې یو سوداګر توهین کیږي او بې حرمتي ورته کیږي، نو ټول ولاړیږي خو نن زموږ په هېواد کې د ۶۶۲ سوداګرو موضوع مطرح ده.))
متحده عربي اماراتو په دې وروستیوکې څه باندې ۶۰۰ افغان کارګرله هغه هېواده راایستلو ته اړ کړل.