د یمن وسله والو ځواکونو د سعودي عربستان وړاندیز منلی

د یمن د وسله والو ځواکونو یوه ویاند، چې د ایراني پلوو شیعه حوثیانو ملاتړ کوي، وویل چې د دوی ايتلاف د پنځه ورځني اوربند په اړه د سعودي عربستان وړاندیز منلی دی.

د وړاندیز پراساس اوربند د روانې اوونۍ د سې شنبې له ورځې پیلېږي.

سعودي عربستان دا وړاندیزد تېرې جمعې په ورځ وکړ او ویې ویل چې اوربند به هغه مهال اجرا شي چې حوثي یاغیان د بشري مرستو د رسېدو لپاره په جګړه کې له وقفې سره موافقه وکړي.

سعودي عربستان دا وړاندیز وروسته له دې وکړچې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د اوربند په اړه له سعودي مشرانو سره خبرې وکړې.