په شمالي وزیرستان کې په نښته کې لږترلږه نهه تنه وژل شوي

په شمالي وزیرستان کې د یوه غره د ویش پرسرپه نښته کې لږترلږه نهه تنه وژل شوي او ګڼ شمېرخلک زخمیان دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې نښته په شمالي وزیرستان کې د مداخیلو او کابخیلو ترمنځ شوې ده.

رپوټونه وايي چې د دې غره د نیولو لپاره قومي نښته پرون پيل شوې او غالبا لاهم روانه ده.