د پکتیکا والي کریم متین له دندې لرې شو

د پکتیکا والي کریم متین له دندې لرې شو.

په افغانستان کې د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي چې کریم متین د افغانستان د حکومت او د ملي امنیت د شورا په اړه بې اساسه خبرې کړې وې.

د دې ادارې ویاند تواب غورځنګ پرون [شنبه] ازادي راډیو ته وویل:

((د ښاغلي متین د څرګندونو د کره والي د معلومولو لپاره د ولسمشر له لوري یو لوړ رتبه پلاوی ټاکل شوی و او څيړنو ثابته کړه چې د ښاغلي متین خبرو حقیقت نه درلود او بې اساسه وې.له دې امله فیصله وشوه چې هغه به تردې وروسته د والي په توګه دندې ته دوام نه ورکوي.))

ښاغلي غورځنګ وویل چې د پکتیکا ولایت سرپرستي، د والي مرستیال ته سپارل شوې ده.

د پکتیکا د والي په توګه لاڅوک نه دي غوره شوي.