سعودي عربستان په يمن کې د بشري مرستو رسولو لپاره د پنځو وروځو اوربند اعلان کړی دی. دا اوربند به د می په دوولسمه پيليږي. دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ د اييتلاف ځواکونو پر حوثي ياغيانو هوايي حملې زياتې کړې دي.
پرون په پاريس کې تر ډيپلوماټيکو خبرو وروسته چې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو د وزير عادل الجبېر؛ د امریکا د بهرنيو چارو د وزير جان کري او د خليج هېوادونو مشرانو تر منځ وشوې؛ ښاغلي جبېر وويل چې دی هيله من دی چې حوثيان به په سُد راشي او اوربند به ومني.
د سعودي عربستان دولتي ټلویزیون د ایتلاف ځواکونو له قوله ویلي چې صعده ښار د حوثي یاغیانو د فعالیتونو یو عمده مرکز دی.
د سعودي عربستان الوتکو تیره ورځ د خبرتیا پاڼو په غورځولو سره د هغه ښار اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې د سیمې په وخت تر اوو بجو دا ښار پریږدي.