د عراق له یوه زندان څخه ۴۰ تنه بندیان تښتېدلي دي

په عراق کې له يوه زندانه نن ګڼ شمېر بنديان تښتېدلي دي.

د عراق د کورنيو چارو وزارت په وينا؛ ۴۰ بنديان د عراق په ختيځ کې د زندان پر ساتونکو زورور شوي او تښتېدلي دي.

د وزارت وياند ويلي چې شپږ پوليس افسران او ۳۰ بنديان د نښتو پر مهال وژل شوي دي.

بريد جنرال سعد معان ويلي، په ديالا ايالت کې د "خالص" په نامه زندان د ماتېدو پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د بنديانو تر منځ نښته پيل شوه.

کله چې د زندان ساتونکي د پلټنې لپاره ورغلل؛ د زندانيانو له خوا له دوی څخه وسلې واخيستل شوې.

معان ويلي، په تښتېدلو بنديانو کې ځنې د تروريزم په قضيو کې بندي وو.