د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په کابل کې د نهو خصوصي روغتونونو فعالیت بند کړ.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن په کابل کې په یوې غونډې کې وویل چې د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې د یادو روغتونونو فعالیت له روغتیايي معیارونو سره برابر نه وو.
ښاغلي فیروز وویل چې د اته ویشتو نورو خصوصي روغتونونو په فعالیت هم محدودیت لګیدلی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې درې اوونۍ مخکې یو پلاوی ټاکل شوی و چې په کابل کې د څلور پنځوسو خصوصي روغتونو وضعیت وڅیړي.
په افغانستان کې ګڼ شمیر خلک د خصوصي روغتونونو له ناسمو فعالیتونو شکایت کوي.