د خوست په ګربزو کې د ماین چاودنې دوه ملکیان وژلي دي

د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د یوه ماین چادنې دوه ملکي وګړي وژلي دي.

د خوست ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي دي چې پېښه پرون ماسپښین مهال د ګربزو ولسوالۍ په بانکي دار سیمه کې هغه مهال وشوه چې د سړک د غاړې ماین د ملکي وګړو پر سراچه موټر وچاودېد؛ دوه کسان یې ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

په بیان کې ویل شوي دي چې چاودنه د افغانستان د دښمنانو له خوا شوې؛ خو د کومې ډلې نوم نه دی یاد شوی. د دې حملې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.