شټاین مایر په سټالنګراد کې د جرمن نازیانو د ماتې په اویایمه کلیزه ګډون وکړ

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني د ماتې د اویایمې کلیزې په مناسبت پرون د ستالینګراد د جګړې په یاد پر جوړ شوي څلي د ګلو ګېډۍ کېښوده.

والتر شټاین مایر د روسیې په والګاګراد ښار کې چې د ستالینګراد اوسنی نوم دی؛ له خپل جرمن سیال سیرګي لاوروف سره یوځای د پوځيانو هدیرې ته د درناوي مراسم پرځای کړل.

دا په داسې حال کې ده چې لویدیځو مشرانو د مې د نهمې نېټې د مراسمو لپاره چې په دوهمه نړیواله جګړه کې پر نازي جرمني د بریا کلیزه ده؛ د مسکو د پراخ پوځي پرېډ تیارۍ د اوکراین د بحران له کبله غندلې دي.

د ستالینګراد د دفاع لپاره پنځه میاشتنې جګړه د دوهمې نړیوالې جګړې یوه مهمه برخه وه او په دې جګړه کې د هغه مهال شوروي اتحاد بریالیتوب د دې جګړې لپاره ټاکونکې وه.

د ستالینګراد په جګړه کې لومړی شوروي پوځونه کلابند شوي وو، خو ناڅاپه د جګړې بڼه د جرمنانو پرضد بدله شوه. ویل کېږي چې په دې خونړۍ جګړه کې څه باندې یو میلیون انسانان ووژل شول.