دفاع وزارت: په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۰۲ وسله وال وژل شوي

دفاع وزارت وایې، په تیروڅلورویشتو ساعتونو کې د بېلابېلوعملیاتو په نتیجه کې د یوولسو بهرنیانو په ګډون ۱۰۲ وسله وال وژل شوي او ۱۶ تنه ژوندي نیول شوي دي.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات په کندز، غزني، زابل، میدان وردګ، پکتیکا او فراه ولایتونو کې شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په همدې مودې کې د ملي اردو شپږ سرتیري هم په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

د یوه بل خبرله مخې، د خوست امنیه قومندان فیض الله غیرت ازادي راډیو ته وویل، چې نن سهار په خوست ښارکې د یوه ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې اووه تنه ټپیان شوه چې درې پولیس او څلور یې ملکي وګړي دي.

اخوا د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وایې، نن سهار د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو پرافغان ځواکونو حمله وکړه خو په خبره یې په متقابلو نښتو کې ۱۴ مخالفین ووژل شول او لس تنه ټپیان دي. دی وایې افغان ځواکونه تلفات نه لري.

وسله والو مخالفینو تراوسه د دې ټولو پيښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.