د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو نوی اییتلافي حکومت جوړ کړ

د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو د ټاکلي ضرب الاجل له پای ته رسیدو څه کم شپږ ساعته مخکې نوی اییتلافي حکومت جوړ کړ.

د اسراییل د جمهوري ریاست دفتروویل چې نتنیاهو پرون د ورځې ناوخته جمهورریس ته په ټیلیفون وویل چې په دې اړه موافقه وشوه.

د نتانیاهو د دفتر یوه چارواکي هم د نوي حکومت د جوړیدو موافقه تایید کړه.

دغه اعلان د سخت دریځي، د یهودانو د وطن ګوند له مشرانو سره له اوږدو خبرو اترو وروسته کیږي.

د دغه ګوند مشر نفتالي بینیت په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي چې خبرې اترې پای ته ورسیدې او زیاته یې کړې ده چې اوس باید کارمخ ته یوسو.

بینیت چې د نتانیاهو په اوسنۍ کابینه کې چې کار یې په ختمیدو دی، د اقتصاد وزیرو، له نتانیاهو سره یې اړیکی ښه نه و.

د شوې موافقې له مخې به نتانیاهو په لږ اکثریت د ایتلاف مشر وي او په ۱۲۰ کسیزپارلمان کې به پر۶۱ څوکیو کنټرول لري.