امریکایی چارواکي د هغو نویو ګواښونو په اړه څیړنه کوي چې د اسلامي دولت ډلې په یوې ویب پاڼه کې پر امریکا د نوروحملو او د مسلمانانوضد هغې فعالې د په نښه کولو ژمنه شوې چې د تیرې اونۍ په پای کې یې د اسلام د پیغمبر د کارتونو یو نندارتون تنظیم کړی و.
د نیویارک ښار پولیسو پرون وویل چې دوی د امریکا د ازادیو د دفاع د انسټیټیوټ د مشرې پامیله ګیلري چې په تکزاس کې یې دغه نندارتون تنظم کړی و، د وژلو ګواښ څیړي.
پر دغه نندارتون دو وسله والو حمله وکړه چې د پولیسو له خوا ووژل شول.
د اسلامي دولت ډلې په ویب پاڼه کې ویلي، د دې ترڅنګ چې زموږ ټول زمریان به د هغې د وژلو لپاره واستول شي، دا ډله د امریکا په پنځلسو مختلفو ایالتونو کې روزل شوي ۷۱ کسان لري چې د حملې لپاره زموږ امر ته منتظر دي.
چارواکو وویل چې دوی د دغو تهدیدونو اعتبار نه شي تاییدولای ځکه پخوا هم د اسلامي دولت ډلې له دغې ویب پاڼې څخه د تبلیغاتو لپاره کار اخیستی و.