جان کري د یمن پر وضعیت له سعودي چارواکو سره د خبرو لپاره ریاض ته ورسید

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د یمن پر وضعیت له سعودي چارواکو سره د خبرو لپاره پرون ریاض ته ورسید.

ریاض ته له رسیدو مخکې کري وویل چې په یمن کې به چې د جګړوله کبله یې وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي، د بشري مرستو رسولو لپاره د یوې بشري وقفې هڅه وکړي.

هغه یمن ته د ځمکنیو ځواکونو د استولو په اړه د یمن د تیرې ورځې د غوښتنې په اړه چې په یوه لیک کې یې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه کړې، څرګندونې ونه کړي خو ویې ویل چې په پام کې لري چې په تبعید کې به د یمن له ولسمشر عبد ربو منصورهادي چې د سعودي عربستان په پلازمینه کې دی، وګوري.