د پاکستان پوځ د هند استخباراتي اداره تورنه کړې چې په پاکستان کې تروریزم ته لمن وهي. دا تورونه پرون په راولپنډۍ کې د پاکستان د لوړ پوړو پوځي چارواکو تر غونډې وروسته لګول شوي دي.
دغه غونډه له افغانستان سره پر پوله قبایلي سیمې کې د وسله والو اورپکو په وړاندې د پاکستان د پوځ د روانو عملیاتو د ارزوني په هدف جوړه شوې وه.
تر غونډې وروسته د پوځ په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې قومندانانو په پاکستان کې د تروریزم په ډېرېدو کې د هند د استخباراتو د ښکیلتیا په اړه جدي نخښې وړاندې کړي دي.
د پاکستان پوځي افسران کله ناکله په شخصي توګه هم هند په پاکستان او افغانستان کې په مداخلې تورنوي؛ خو ډیر لږ داسې شوي چې د پوځ په رسمي اعلامیې کې د هند استخباراتي اداره تورنه شي.
هند په پاکستان کې د مداخلې تورونه ردوي؛ خو پاکستان د هغو اورپکو په ملاتړ تورنوي چې په هند کې بریدونه کوي او په هندي کشمیر کې جنګیږي.
هند دغه راز پر پاکستان تور لګوي چې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي؛ خو دا تورونه بیا پاکستان ردوي.