د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امنیتي مسایلو او له یمن او سومالیا سره د احتمالي مرستو په اړه خبرو لپاره نن افریقایي هېواد جیبوتي ته ورسید.
کمپ لیمونیر چې په افریقا کې د متحده ایالاتو عمده پوځي مرکز دی؛ په جیبوتي کې موقعیت لري چې د دغه هېواد او جنګ ځپلي یمن ترمنځ یوازې یوه بحیره پرته ده.
دا لوېدیځې افریقا ته د کري د دوره یي سفر وروستی هېواد دی چې ورځي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې کینیا او سومالیا ته هم ولاړ او هلته یې د خبرو اجنډا د الشباب تندلارې ډلې پر وړاندي مبارزه وه.
ټاکل شوې کري په جیبوتي کې له ولسمشر عمر ګولې سره پر هغو لارو چارو خبرې وکړي چې څنګه کولی شي؛ د الشباب یا په سیمه کې د نورو اسلامپالو تندلارو ډلو د ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي.
کري په پام کې لري چې په فرانسې کې د سیمه ییز امنیت په اړه خبرو کې تر ګډون دمخه نن ناوخته سعودي عربستان ته هم ولاړ شي.
دی به دغه راز په فرانسې کې د دوهمې نړیوالې جګړې د ختم په اړه جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړي.