د افغانستان دفاع وزارت وایي په پوځي عملیاتو کې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره له احتیاطه کار اخلي.
د دغه وزارت د اوپراسیون رییس جنرال افضل امان د حقیقت څه دی په اوسني پروګرام کې وايي چې تر هرڅه مخکې د ملکیانو ژوند ته پام کوي.
ښاغلی امان وایي، د وسله والو مخالفینو په نسبت افغان پوځیان ډېر پياوړي دي او کولای شي په بېلابېلو سیمو کې د هغوی په وړاندې برلاسي خپله کړي.
په دغه پروګرام کې له ښاغلي امان سره صفي الله ستانکزي خبرې کړي دي.
Your browser doesn’t support HTML5