په فراه ولایت کې دوه ورځنۍ جګړه پای ته ورسېده

د فراه ولايت چارواکي وايي، په دې ولايت کې دوه ورځنۍ جګړه پای ته رسېدلې ده او اوس دغه ولايت ارام دی.

د چارواکو په وينا، په دغو نښتو کې وسله والو مخالفينو ته درانه تلفات اوښتي دي؛ خو افغان ځواکونو او ملکيانو ته هم تلفات اوښتي:

"ملکي تلفات درې کسه دي. د پوليسو يو کس شهيد او دوه ټپيان شوي او د دښمن څلور کسه په اوبو کې ډوب شول؛ اته يې زخمي شول او د ۱۴ جسدونه يې د جنګ په ميدان کې پاتې شول."

قاري يوسف احمدي چې ځان د طالبانو وياند معرفي کوي؛ ازادي راډيو ته ويلي چې په دغو حملو کې هغوی تر ۳۰ زيات افغان سرتيري وژلي دي؛ خو افغان چارواکوي دا ادعا ردوي.