مستغني وايي، له وسله والو سره د رسمي خبرود پیل لپاره د دوې هڅې روانې دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له وسله والو مخالفانو سره د رسمي خبرواترو د پیل لپاره د دوې هڅې روانې دي.

د دې وزارت ویاند شکېب مستغني نن خبریالانو ته وویل، هغه مذاکرات چې په قطرکې ترسره شوي دي غیر رسمي وو او په همدې دلیل افغان چارواکو په رسمي ډول په کې برخه نه وه اخیستې.

تردې مخکې د پګواش په نوم یوې کاناډايي موسسې د قطرپه مرکزکې د وسله والو مخالفانو او د سولې عالي شورا د استازو ترمنځ د غیر رسمي خبرو اترو زمینه برابره کړې وه.