ډنفورډ به د وسله والوځواکونو د لويو درستیزانو د کمیټې د رئیس په توګه غوره شي

تمه ده چې د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو پخوانی عمومي قوماندان جوزف ډنفورډ نن د وسله والو ځواکونو د لويو درستیزانو د کمیټې د رئیس په توګه غوره کړي.

۵۹ کلن ډنفورډ به په دې جګ پوځي مقام کې د جنرال مارتین ډیمپسي پرځای چې په سپټمبر میاشت کې ممکن له کاره ګوښه شي، وګمارل شي.

زیات امکان لري چې د امریکا سنا نوموړی جنرال د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې د رئیس پر دندې سمدستي تایید کړي.

ډنفورډ د امریکا د پلیو سمندري ځواکونو د قوماندان پر دندې له ټاکل کېدو مخکې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو مشري په داسې حال کې کوله چې د امنیتي مسوولیتونو لویه برخه افغان ځواکونو ته سپارل کېده.

ډنفورډ چې په ۲۰۰۳میلادي کال کې یي پرعراق باندې د ایتلافي ځواکونو د یرغل پرمهال د امریکايي قواوو مشري کوله، د غوره جنګیالي قوماندان په توګه وپیژندل شو.

چارواکې دغه راز وايي، اوباما غواړي د هوايي ځواک جنرال پاول سیلوا چې دا مهال د امریکا د پوځي ترانسپورت قوماندان دی، د وسله والو ځواکونو د لویو درستیزانو د کمیټې د مرستیال څوکۍ ته ونوموي.