اتمر: افغانستان دا مهال له نړېوالو او سیمه يیزو ترورستي ډلو سره مخ دی

د افغانستان د ملي امنیت سلاکارحنیف اتمرچې نن د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته بلل شوی وایې چې افغانستان دا مهال له نړېوالو او سیمه يیزو ترورستي ډلو سره مخ دی.

نوموړي د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل، د ترورستانو پټن ځایونه چې د افغانستان له پولو هاخوا دي تر اوسه په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي:

″زموږه مقابله نن ورځ یوازې له یوه کورني دښمن سره نه ده بلکې زموږ جګړه د هېواد په شمال ختیځ او جنوب کې له نړېوالو او سیمه ییزو تروریستي شبکو سره ده، د دغو شبکو هدف یوازې افغانستان نه دی بلکې د دوي هدف په سیمه کې او له هېواده بهر دی.″

ښاغلی اتمرچې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د نه عملي کېدو او په هېواد کې د امنیتي وضیعت د خرابیدو په اړه مشرانو جرګې غونډې ته استجواب شوی وایې چې امنیتي تړون په تیرو څو میاشتو کې عملی شوی او دوي ترې راضي دي.

تردې مخکې د ملي شورا غړيو ویلي چې له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون وروسته په هېواد کې امنیتي وضعت خراب شوی او باید په دې برخه کې له سره کتنه وشي.