د ښځو په وړاندې د ډیرو ستونزو ترڅنګ یوغټ مشکل دا دی چې اکثره نجونې چې له کوره بهر و وځي د یو شمېر ځوانانو له خوا ځورول کېږي.
د ښارپه سرکونو، کوڅو، د مکتبونو د دروازو مخ ته ډیری ځوانان لیدل کېږي چې نجونو ته لفظي او فزیکي مزاحمت کوي، شپیلکي ورپسې وهي، رنګارنګ پرزې ورته وایي، نجونې شکایت کوي چې په دې وروستیو وختونو کې دا ډول مزاحمتونه لا ډیرشوي دي او دوی نه شي کولای چې په ډاډه زړه له کوره بیرون لاړې شي.
په سرکونو او کوڅو کې د نجونو ځورول کله کله د دې باعث هم کېږي چې ځیني نجونې له خپل درس او تعلیم نه هم پاتې شي.
ځیني وختونه خلک دا دلیل هم راوړي چې نجونې په ښار او بازارکې مناسب کالي نه اغوندي نوځکه د یوشمېرخلکو له خوا ځورول کېږي، خو ډیری نجونې بیا وایي چې حجاب هم مراعاتوي خو بیاهم ورته مزاحمت کېږي.
روانشناسان بیا وایي؛ هغه خلک چې دا ډول کارونه کوي د هغوی غوښتنې نه دي پوره شوي او عقده لري.
موږ ټولوته لازمه ده چې یو بل ته متقابل احترام ولرو، د نارینه او ښځینه په نوم یو بل ونه ځوروو، خپل لید لوري ته باید مثبت بدلون ورکړو او انسانانو ته د جنسیت له زاویې ونه ګورو، کورنیو ته هم لازمه ده چې له خپلو اولادونو سره د ټولنیزو اخلاقو او ارزښتنو په باره کې همیشه خبرې وکړي او هغوی وپوهوي چې په لارو کوڅو کې نور ونه ځوروي.
جوړوونکې:مسعوده نیازۍ
Your browser doesn’t support HTML5
نیمه نړۍ