افغان حکومتي او طالب استازو خپلو کې موافقه کړې چې د سولې د خبرواترو د پرمخ بیولو لپاره دې وسله وال طالبان په قطرکې خپل سیاسي دفتر بیرته پرانیزي.
په قطرکې د دوو ورځنیو غیرې رسمي خبرو اترو وروسته خپرې شوې اعلامیې ویلي، په دې غونډه کې چې په کې د افغان حکومت، وسله والو طالبانو او ملګروملتونو استازو برخه اخیستې وه په دې توافق وشوچې وسله وال طالبان دې بیرته په قطرکې خپل دفتر پرانیزي.
د طالبانو یو استازي د رویټرزخبري اژانس ته ویلي په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو د موجودیت له کبله د اوربند په اړه چې د افغان حکومتي هییت غوښتنه وه کوم پرمختګ ونه شو.
د دې غیرې رسمي خبرواتروپه پای کې په راتلونکي کې په ورته توګه د بلې دورې د خبرواترو په ترسره کیدو هم موافقه وشوه.