د شمالي کوریا یوجګ پوړی چارواکې به په مسکو کې د دوهم نړېوال جنګ د بري د اویایمې کلیزې د جشن مراسمو کې ګډون وکړي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وایي، د خلکو د عالي شورا رئیس کېم یونګ نام به په مسکو کې د مې د نهمې مراسمو کې ګډون وکړي.
کریملین تیره اوونۍ اعلان کړی و چې د شمالي کوریا جمهوررئیس کېم جونګ اوون به په دې مراسمو کې ګډون ونه کړي.
د روسیې له خوا د کریمیا د الحاق او د اوکراین په ختیځ کې له روس پلویو بیلتون غوښتونکو څخه د روسیې د ملاتړله امله زیات شمېرلویدیځ مشران د مسکو په مراسمو کې ګډون نه کوي.