د امریکا د متحده ایالاتو الوتکې نن د نیپال لیرې پرتو زلزله ځپلو سیموته د ژغورنې ټیمونه او مواد رسوي.
د امریکا د هوايي ځواک یوه C-17 ترانسپورتې الوتکه او څلور نورې الوتکې د یکشنبې په شپې د نیپال مرکز کټمنډو ته ورسیدلې.
یوه امریکایي جنرال وویل، پیلوټان به نن له کټمنډو نه، لیرې پرتو سیمو ته الوتنې پیل کړي.
جنرال پال کنیډې خبریالانو ته وویل، امریکایي الوتکې او ژغورونکې ډله به په کارونو سمدستي اغیز وکړي.
د اپریل په پنځه ویشته د ریښترپه مقیاس ۷ اعشاریه اتو درجو سختې زلزلې، نیپال سخت وځپه چې له امله یي د مړیو شمېر۷۲۵۰ ته رسیدلی او دغه راز څوارلس زره نورخلک په کې ټپیان شوي دي.