د بشري حقونو د څار اداره وايي؛ د سعودي عربستان په مشرۍ د اييتلاف ځواکونو په يمن کې د حوثي ياغيانو پر ضد کلسټر يا خوشه يي بمونه کاروي.
د بشري حقونو د څار ادارې يا هيومن رايټس واچ نن وويل؛ عکسونه، ويډيوګانې او نور شواهد يې راټول کړي دي چې ښيي د حوثيانو په مرکز سعاده ايالت کې د ايتلاف په هوايي حملو کې کلسټر بمونه کارول شوي دي.
هیومن رايټس واچ ويلي، له سټيلايټ څخه اخيستل شوي عکسونه ښيي چې بمونه ګڼ نفوسه سيمو ته ۶۰۰ متره نيږدې لوېدلي چې د ځايي خلکو ژوند په خطر کې اچوي.
په کلسټر بمونو کې ګڼ شمېر کوچني چاودېدونکي بمونه وي چې کله کله نه چيوي او له هغه وروسته چې دغه کلسټر بمونه وغورځول شي؛ لکه مځکني بمونه له ډېرې مودې وروسته هم څوک وژلی شي.
د کلسټر بمونو کارول د ۲۰۰۸م کال د هغه تړون له مخې ممنوع دي چې د ۱۱۶ هېوادونو له خوا لاسليک شوی دی. خو د سعودي عربستان او متحدينو يې او د امریکا له خوا نه دی لاسليک شوی.
سعودي عربستان په يمن کې د کلسټر بمونو د کارولو خبره ردوي.