نن د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې په بغداد کې د غبرګو حملو مسووليت منلی دی چې په کې ۱۹ کسه ووژل شول.
په موټرو کې ځای پر ځای شوي دغه دواړه بمونه پرله پسې په لس دقيقې تفاوت سره پرون د بغداد په سيمه کراده کې د سوداګرۍ په يوه ګڼه ګوڼه کې وچاودل.
د پولیسو په وينا، چاودنې له رستورانو او چای خانو سره نيږدې وشوې چې له مشتريانو ډک وو.
پوليسو ويلي، وژل شوي او ټپيان مشتريان او هغه خلک وو چې د امام علي چې د شيعه مذهب مهم شخصيت دی؛ د زېږېدو ورځ يې لمانځله.