چا ویل څه کوې چې څلور کاله پوهنتون وایې، لږې پېسې پېدا کړه، نن سبا ډپلوم په پېسو خرڅيږي، وایې خله!.. دا خبره څومره ریښتیا ده؟ او څه فکر کوئ؟ د شخصي پوهنتونونو یا د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسو تحصيلي اسناد هم د دولتي پوهنتونونو د ډپلوم هومره ارزښت لري او که نه؟ ننۍ تاندې څانګې کې به ترې خبر شئ.
د جعلي پېسو، جعلي تذکرو او یا د جعلي شهادتنامو په اړه به مو اورېدلي وي او په کانکور ازموینه کې د رسنیو لخوا د درغلیو د افشا خبرونه به هم اوس هومره نوې خبره نه وي پاتې خو څه موده مخکې یو نسبتاً نوی خبر دا خپور شو چې ملي امنیت په کابل کې د یوه خصوصي انستتیوت یو کارکوونکی محمدمسعود د ډپلومونو د خرڅون په تور نېولی او خپل جرم یې منلی، چې یو ډپلوم به یې په ۴۸ زره افغانۍ خرڅاوه.
موږ چې د ډپلومونو د خرڅون په اړه ځينې ځوانان وپوښتل نو پوه شوو چې دا کیسه هم نوې نده، د کابل د قره باغ محب الله د خپلو سترګو لېدلی حال بیانوي چې یو ملګری یې په کابل کې کوم شخصي پوهنتون ته ورغی نو د پوهنتون ریئس ورته وویل چې د څلورو کلنو فیس راکړه زه به ډپلوم درکړم. او د کنړ اوسېدونکی ساجد الله قریشي وايي د لوړو زده کړو د شخصي مؤسسې یوه مسؤل له یوه محصله د تېرو سمسترونو پېسې واخیستې او راساً یې په اتم سمستر کې کېناوه.
محب الله همدا راز وايي چې د لوړو زده کړو د ځينو خصوصي مؤسسو داسې کارونه د ټولو پوهنتونو پر حېثیت او اعتبار منفي اغېز کوي، د یوه شخصي پوهنتون محصله مروه مسعود بیا د ډپلومونو خرڅون د ځوانانو له ژوند او راتلوونکي سره لوبې کول بولي او زیاتوی چې په لوړو زده کړو وزارت کې باید داسې خلک واوسي چې پخپله په فساد کې ښکېل نه وي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند عبدالعظيم نوربخش مني چې داسې پېښې څو کلونه وړاندې وې او عاملان یې د قانون منګولو ته سپارلي خو اوس یې مخه نیولې ده.
د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسو تحصيلي اسناد د دولتي هغو هومره ارزښت لري!؟
هر کال په کانکور ازموینه کې تر نیمايي ګډونوالو ډېر یې د دې لپاره بې نتیجې یا ناکامه پاتې کیږي چې دولتي پوهنتونونه یې د جذب ګنجایش نه لري، د افغانستان په اوسني حالت کې د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې په داسې وخت کې یو مناسب انتخاب دی خو د هغو دې خدای مل شي چې د لوړو زده کړو د شخصي مؤسسو د فیسونو زور نه لري او له دوولسمه وروسته په خواریو مزدوریو پېل کوي.
هغه چې په شخصي پوهنتونونو کې درس وايي، څه اندېښنه لري؟ صبغت الله د کابل د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی او په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل دی، دی وايي که فارغه شم نو اسناد به مې ارزښت ولري او که نه؟
د دغو ځوانانو د زړه غږ به هم واورو، د ننګرهار اوسېدونکی ګل اغا وايي چې د شخصي پوهنتونو اسناد خو د دولتي والاو سره خامخا توپیر هم لري او په ارزښت کې یې هم فرق دی، د قره باغ جمیل الرحمن روحاني وايي چې که دولتي دي اوکه شخصي، ټول پوهنتونونه دي نوولې یې باید اسناد توپیر سره ولري او د کونړ حشمت الله بیا وايي چې د اسنادو د ارزښت خبره د پوهنتونونو په درسي کېفیت او اعتبار پورې تړلې ده.
د لوړو زده کړو د شخصي مؤسسو د دغو څو محصلانو په خبرو کې د غزني جمیل الرحمن د ټرانسکرپټ یادونه وکړه.
ټرانسکرپټ د دغو پوهنتونونو د محصلانو د فراغت هغه سند دی چې پکې د څلورو کلونو نمرې لیکل شوي او د دې ښکارندوی وي چې محصل له هغه پوهنتون څخه فارغه شوی دی.
اوس مهال اکثره شخصي پوهنتونونه ډپلوم نه بلکې همدغه ټرانسکرپټ خپلو فارغېدونکو محصلانو ته ورکوي. ځکه خو د دغو پوهنتونونو ګڼ ځوانان په تشويش دي. په دې اړه مې په کابل کې د باختر د لوړو زده کړو د خصوصي مؤسسې مشر عبدالطیف روشن وپوښت، دی که یو خوا مهم ټرانسکرپټ بولي نو بلخوا وايي چې د ټرانسکرپټ ورکول زموږ او د ډپلوم ورکول د لوړو زده کړو وزارت دنده ده.
د خصوصي پوهنتونونو یا د لوړو زده کړو د شخصي مؤسسو ټرانسکرپټ هماغومره ارزښت لري لکه د یوه دولتي پوهنتون ډپلوم او که نه؟ دا پوښتنه د لوړو زده کړو وزارت ویاند عبدالعظيم نوربخش راته ځواب کړې. ښاغلی نوبخش وايي چې د دولتي او له لوړو زده کړو وزارت سره د ثبت شویو شخصي پوهنتونونو د تحصيلي اسنادو تر منځ هيڅ ډول توپير نشته او ارزښت یې هم یو ډول دی.
فولبرايټ بورسونه یا سکالرشېپونه چې د امرېکا سفارت لخوا د نړۍ د نورو ځوانانو په څېر افغانو ځوانانو ته هم ورکول کیږي، معتبر سکالرشېپونه بلل کیږي. په کابل کې د امریکا سفارت د فرهنګي چارو متخصص یقین سره مو د خصوصي پوهنتونو د محصلانو دا اندیښنه شریکه کړه، نو دوی دغو محصلانو ته داسې ډاډ ورکړ:
"موږ ته هيڅ ډول فرق نه لري که چا له کوم دولتي یا خصوصي پوهنتونه ډپلوم تر لاسه کړی وي او که د سیمې په کچه یې له کوم پوهنتونه اخیستی وي. موږ خبر یو چې د لوړو زده کړو ځينې شخصي مؤسسې خپلو فارغانو ته ډپلوم نشي ورکولی خو بیا هم نږدې دېرش خصوصي پوهنتونونه چې له لوړو زده کړو وزارت سره ثبت دي، موږ ته یې د محصلانو د فراغت اسناد د منلو وړ دي. که ډپلوم وي او که ټرانسکرپټ، موږ ته مهمه دا ده چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت لخوا تايئد شوی وي."
ښاغلی نوربخش وايي چې دوی د لوړو زده کړو د شخصي مؤسسو د فارغانو لپاره د ډپلومونو دچاپولو کار پېل کړی چې ښايي لنډ وخت کې په المان هېواد کې چاپ او هېواد ته راوړل شي، دی وايي بیا به د ټرانسکرپټ تر څنګ د لوړو زده کړو د شخصي مؤسسو فارغانو ته هم د فراغت ډپلومونه ورکړل شي.
د ننني دور غوښتنو ته په پام سره د هر تکړه ځوان هڅه دا ده چې ځان په لوړه کچه په لوړو زده کړو سمبال کړي، ځکه چې نن سبا له نورو سره سیالي یوازې د علم او ټکنالوجۍ پر مټ ممکنه ده. په دې هیله چې افغان ځوانان هم د علم او ټکنالوجۍ په ګاڼه بسیه شي، تاندې څانګې بس کوو. دا خپرونه پر فیسبوک پېدا کړئ او خپل نظرونه راته پرېږدئ. : facebook.com/tandysangy
او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته هم خپل نظر رالېږلی شئ: ShafaqN@rferl.org
جوړوونکی: نورګل شفق
Your browser doesn’t support HTML5
تاندې څانګې