د هلمند په ګرشک کې د افغان ځواکونو پوځي عملیات دوام لري

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پوځي عملیات دوام لري.

افغان پوځي چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې چې یوه اونۍ مخکې پیل شول ۶۶ وسله وال مخالفین مړه او ټپیان شوي او غرنۍ سیمې چې دا وسله وال په کې اوسېدل تصفیه شوي دي.

په یوه بیان کې چې پرون د سرحدي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ له خوا خپره شوه په هلمند کې د ۶۰۴ سرحدي زون د درستیزوال مل پاسوال حمیدصدیقي له قوله ویل شوي چې په دې عملیاتوکې ۳۸ وسله وال وژل شوي او اته ویشت نور ټپیان دي.

صدیقي زیاتوي چې په دې عملیاتو کې له وسله والو مخالفینو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي او همداراز د افغان ځواکونو د انجنیرۍ ډلو د ګرشک او خانشین په بېلابېلو سیمو کې ۱۴ ماینونه هم شنډ کړي دي.