افغان چارواکي د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د ځمکې د ښوییدو د پېښې له قربانیانو سره مرستې د هوا له لارې رسوي.
د بدخشان مرستیال والي ګل محمدبیدار وايي، د خواهان ولسوالۍ د جرم بالا کلی سړک نه لري او هلته مصیبت ځپلوته د مرستو رسول د ځمکې له لارې امکان نه لري خو ده ازادۍ راډیو ته وویل چې د هوا له لارې د مرستو رسول هم د خرابې هوا له کبله ځنډېدلي دي.
ښاغلي بیدار زیاته کړه، د جرم بالا د هغو اوسېدونکو لپاره چې په دې پېښه کې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي، خیمې او نورمواد برابرشوي چې د هوا له ښه کېدو سره به واستول شي.
په دې سیمه کې د سې شنبې په ورځ د ځمکې د ښویېدو په پېښه کې د راپورونو له مخې ۵۲ کسان مړه او ګڼ نور زیانمن شوي دي.
د بدخشان مرستیال والي وايي؛ د خوړو نړېوال سازمان ډبلیو اف پي هم له زیانمنو کورنیو سره د مرستې ژمنه کړې چې د ځمکنیولاروله خلاصېدو سره به زیانمنو کورنیو ته واستول شي.